Healthcare New

د امیندوارۍ روغتیا مدیره

ARCS
Kabul Full-time As per Organizational Salary Scale
Posted: Sep 10, 2025 Apply before: Sep 19, 2025

Job Details

Position
د امیندوارۍ روغتیا مدیره
Organization
ARCS
Location
Kabul
Category
Healthcare
Contract Type
Full-time
Salary
As per Organizational Salary Scale
Experience
په ورته دنده کې لږ تر لږه ۳ کاله کاري تجربه لرل
Education
د قابلګی برخه د فراغت سند چې د عامې روغتیا وزارت له لورې تایید شوی وي
Deadline
Sep 19, 2025

Job Description

د امینداواری روغتیا مدیره د مرکزی دفتر په سطحه د ټولو روغتیایی مرکزونو د امیندواری روغتیا د چارو څارنه ، ظرفیت لوړونې او صحی ارقامو دقت او صحت څخه اطمینان ترلاسه کولو مسؤلیت لري او د مور او ماشوم روغتیا د عمومي مدیرې تر مستقیم نظارت لاندې به کار کوي.د امینداواری روغتیا مدیره د مرکزی دفتر په سطحه د ټولو روغتیایی مرکزونو د امیندواری روغتیا د چارو څارنه ، ظرفیت لوړونې او صحی ارقامو دقت او صحت څخه اطمینان ترلاسه کولو مسؤلیت لري او د مور او ماشوم روغتیا د عمومي مدیرې تر مستقیم نظارت لاندې به کار کوي.

د روغتیایی مرکزونو د آمرینو سره په همغږی د روغتیایي مرکزونو د امیندواری روغتیا د خدمتونو څارنه او تعقیب مسؤلیت لري.
د نظارت په مهال د روغتیایي مرکزونو راجستر د MAIR سره پرتله کول او ډاډ ترلاسه کول چې یو له بل سره سمون لري او هېڅ ډول تفاوت شتون نه لری.
د RH سکورکارد د څارنې پر مهال په ټولو روغتیایي مرکزونو کې تطبیقوي او قابلو ته ملاتړیزه څارنه برابروي.
د امیندواری د روغتیا د عمومی مدیر سره نږدې کار کوي، او د تخنیکي ټیم او روغتیایي مرکزونو د کارکوونکو لپاره لوړ کیفیت تخنیکي مرسته او ملاتړ برابروي.
د قابلو، نرسانو او ښځینه واکسناتورانو څارنه ، ترڅو د مور او ماشوم روغتیا خدمات په سمه توګه وړاندې شي.
د کارکوونکو د پوهې کچه ارزول او د هغوی روزنه او دنده باندی پوهای ترسره کول. په ځانګړي ډول د قابلو سره په روغتیایي مرکزونو کې د کار پر سر روزنه
د روغتیایي مرکزونو د کارکوونکو سره د خوندي چاپېریال په برابرولو کې د نورمال او مرسته شویو زیږونونو د ترسره کولو لپاره مرسته.
د تخنیکي ټیم سره د امیندواری روغتیا د شاخصونو په ټاکلو کې مرسته کول.
د امیندواری روغتیا اړوند د پلان جوړونې او پرېکړو لپاره دقیق، باوري او پر وخت معلومات او راپورونه برابرول.
وخت پر وخت د شاخصونو پر وړاندې پرمختګ ارزول او د تشو موندل او حل لارې پیدا کول.
د معلوماتو د راټولولو او ډیټابېس ته د داخلولو لپاره د روغتیایی سیستم له عمومی مدیر سره همغږی.
د خپلو فعالیتونو د میاشتنی او ربعوار راپورونو ترتیبول .
د خپلی پوهې د لوړولو لپاره په غونډو/ورکشاپونو کې ګډون.
د اړوندو نورو دندو ترسره کول چې د مربوطه مافوق مسؤلینو له لوري ورته سپارل کېږی

Requirements

د قابلګی برخه د فراغت سند چې د عامې روغتیا وزارت له لورې تایید شوی وي.
په ورته دنده کې لږ تر لږه ۳ کاله کاري تجربه لرل.
د کمپیوټر د پروګرامونو (MS Office) ښه مهارت.
د ښه اړیکو، همکارۍ او راپور ورکولو وړتیا.
د محلي ژبو (دري او پښتو) او انګلیسي د لوستلو، لیکلو او خبرې کولو مهارتونه

How to Apply

ګرانو کاندیدانو


.د خپلو تعلیمي او نورو سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ

.یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي

د اړیکې شمېره

070297772

About ARCS

د افغاني سرې میاشتې ټولنې لنډه پيژندنه:

د افغاني سرې میاشتې ټولنه په ۱۹۳۴زیږدیز کال کې تاسیس شوې، یوه خپلواکه، بشردوستانه اداره ده چې د افغانستان دولت لخوا د دولتي ادارو لپاره د مرستندویه په توګه پیژندل شوې .د ناورین سره د غبرګون خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي. خپل فعالیتونه د بشرپالنې، ناپيیلتوب، ناپلوۍ،خپلواکۍ، د خپلې خوښې خدمتونه، یووالي او نړیوالتوب له اصولو سره سم ترسره کوي. افغاني سرې میاشتې ټولنه د نورو په منځ کې، دنده لري چې د ناورین ځپلو ټولنو سره مرسته وکړي، بیړني سرپناه چمتو کړي، زیانمنونکو خلکو ته د مرستې توکي وویشي، ټولنې ته بیلابیل روغتیايي او نور اړین خدمتونه وړاندې کړي .دا ټولنه د ۷سیمه ایزو څانګو او ۳۴ ولايتي څانګو او له ۲۰،۰۰۰ څخه زیاتو کارمندان او روزل شوي رضاکاران لري.د دې ټولنې مهم کاري شریکان د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فیداراسون د سره صلیب نړیواله کميټه د ناروې سور صلیب، هلال احمر قطري او داسې نور دی
Application deadline
Sep 19, 2025
1 week from now
Time remaining to apply
1 week from now
Apply Now

0 people have applied

Share this job

Related Jobs