Healthcare New

د امیندوارۍ روغتیا عمومی مدیره

ARCS
Kabul Full-time As per Organizational Salary Scale
Posted: Sep 10, 2025 Apply before: Sep 19, 2025

Job Details

Position
د امیندوارۍ روغتیا عمومی مدیره
Organization
ARCS
Location
Kabul
Category
Healthcare
Contract Type
Full-time
Salary
As per Organizational Salary Scale
Experience
د مور او ماشوم او امیندوارۍ په برخه کې 4 کاله تجربه ولري
Education
باید د ډاکټرۍ (ام دی) سند ولري. او نسایی ولادی متخصص ته اولیت ورکول کیږي
Deadline
Sep 19, 2025

Job Description

عمومي مسؤلیتونه
د مرکزي دفتر په سطحه د ټولو روغتیایي مرکزونو د مور او ماشوم روغتیا چارو مسؤل دی. ډاډ ورکوي چې ټولې د مور او ماشوم روغتیا اړوند فعالیتونه د اوسني معیارونو او تګلارو پر اساس ترسره شي. هغه لوړ کیفیت تخنیکي ملاتړ او مرسته د تخنیکي ټیم او روغتیایي مرکزونو د کارکوونکو لپاره برابروي، چې دا د روغتیایي چارو د ریاست د اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

ځانګړې دندې
د روغتیایي مرکزونو د قابلو، نرسانو او ښځینه ډاکټرانو منظم څارنه او سرپرستي د دې لپاره چې د مور او ماشوم روغتیا خدمات په سمه توګه وړاندې شي.
د ولایتونو د د عامی روغتیا د ریاست ، په ځانګړي ډول د امیندواری روغتیا له مسوول سره همغږي او اړیکه.
روغتیایي مرکزونو کارکوونکو ته د مور او ماشوم روغتیا کې لوړ کیفیت تخنیکي ملاتړ او په کاري ځای کې روزنه ورکول.
د روغتیایي مرکزونو د کارکوونکو لپاره د مور او ماشوم روغتیا ، د مور او ماشوم روغتیا په اړه روزنه ورکول .
د روغتیایي مرکزونو د کارکونکو لپاره د مور او ماشوم روغتیا د شاخصونو د هدف په ټاکلو کی مرسته کول.
د مور او ماشوم روغتیا اړوند شاخصونو پر اساس ارزونه او د پرمختګ په وړاندې تشې موندل، او ریاست سره په همغږی یې په وړاندې اجراآت کول.
د مور او ماشوم روغتیا تازه تګلارې او لارښودونه ترتیب کولو کې برخه اخیستل.
د امیندواری او مور روغتیا اړوند لارښودونو او تبلیغاتی موادو انتقال څخه ټولو اړوندو روغتیایی مرکزونو ته ځان مطئین کول.
د مور او ماشوم روغتیا د ښه خدمت وړاندې کولو لپاره د وسایلو برابرول.
په ولایتي کچه د نورو تخنیکي کارکوونکو سره همغږي کول.
د روغتیا ټیم سره د میاشتني او ربعې راپورونو په چمتو کولو کی مرسته کول .
د تخنیکي او مدیریتي پوهې د لوړولو لپاره د مور او ماشوم روغتیا غونډو او ورکشاپونو کې ګډون کول .
د افغانی سری میاشتی د فعالیتونو همغږي د مربوطه ولایتونو د عامی روغتیا د مور او ماشوم روغتیا څانګو ، نورو شریکانو او ذیربط ادارو سره.
د مور او ماشوم اړوند معلومات منظم راټولول او اړوندو اړخونو سره د سپارښتنو په شمول شریکول.
د روغتیایي مرکزونو د کارکوونکو د مور او ماشوم روغتیا په برخه کې د ظرفیت لوړولو لپاره روزنیز ورکشاپونه دایرول.
نورې دندې چې د مستقیم آمر لخوا ورکړل شوي وي.
د ټولو مور او ماشوم ټاسک فورس غونډو او فرعي کمیټو کې ګډون.
میاشتني پلانونه او راپورونه چمتو کول او آمر ته سپار

Requirements

باید د ډاکټرۍ (ام دی) سند ولري. او نسایی ولادی متخصص ته اولیت ورکول کیږي.
باید د مور او ماشوم روغتیا او امیندوارۍ په برخه کې لږ تر لږه ۴ کلنه تجربه ولري.
د روغتیایي مرکزونو کې د روغتیایي خدماتو بنسټیزو بسته وو( بی پي اچ اس)د تطبیق څارنې وړتیا ولري.
د کمپیوټر د پروګرامونو (MS Office) ښه مهارت.
د ښه اړیکو، همکارۍ او راپور ورکولو وړتیا.
د محلي ژبو (دري او پښتو) او انګلیسي د لوستلو، لیکلو او خبرې کولو مهارتونه

How to Apply

گرانو کاندیدانو


د خپلو تعلیمي او نورو سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.

د اړیکې شمېره

0702977724

About ARCS

افغاني سرې میاشتې ټولنې لنډه پيژندنه:

د افغاني سرې میاشتې ټولنه په ۱۹۳۴زیږدیز کال کې تاسیس شوې، یوه خپلواکه، بشردوستانه اداره ده چې د افغانستان دولت لخوا د دولتي ادارو لپاره د مرستندویه په توګه پیژندل شوې .د ناورین سره د غبرګون خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي. خپل فعالیتونه د بشرپالنې، ناپيیلتوب، ناپلوۍ،خپلواکۍ، د خپلې خوښې خدمتونه، یووالي او نړیوالتوب له اصولو سره سم ترسره کوي. افغاني سرې میاشتې ټولنه د نورو په منځ کې، دنده لري چې د ناورین ځپلو ټولنو سره مرسته وکړي، بیړني سرپناه چمتو کړي، زیانمنونکو خلکو ته د مرستې توکي وویشي، ټولنې ته بیلابیل روغتیايي او نور اړین خدمتونه وړاندې کړي .دا ټولنه د ۷سیمه ایزو څانګو او ۳۴ ولايتي څانګو او له ۲۰،۰۰۰ څخه زیاتو کارمندان او روزل شوي رضاکاران لري.د دې ټولنې مهم کاري شریکان د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فیداراسون د سره صلیب نړیواله کميټه د ناروې سور صلیب، هلال احمر قطري او داسې نور دی
Application deadline
Sep 19, 2025
1 week from now
Time remaining to apply
1 week from now
Apply Now

0 people have applied

Share this job

Related Jobs