Education New

د مسلکي پرمختیا مرکز ( پي ډي سي) آمر

Alfalah University
Nangarhar Full-time دالفلاح پوهنتون د معاشونو د لايحې مطابق
Posted: Sep 10, 2025 Apply before: Sep 25, 2025

Job Details

Position
د مسلکي پرمختیا مرکز ( پي ډي سي) آمر
Organization
Alfalah University
Location
Nangarhar
Category
Education
Contract Type
Full-time
Salary
دالفلاح پوهنتون د معاشونو د لايحې مطابق
Experience
په اداري برخه کې لږترلږه درې کاله کاري تجربه درلودل
Education
د بشري سرچینو (اېچ ار ایم) یا هم اداره او مدیریت په برخه کې د ماستري سند درلودل
Deadline
Sep 25, 2025

Job Description

د دندې لنډیز

د مسلکي پرمختیا مرکز (پي ډي سي) مسؤل د پوهنتون د علمي معاونیت د رهبرۍ او مدیریت لاندې د پوهنتون د علمي او اداري کارمندانو، استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې او مسلکي پرمختیا په موخه، وخت په وخت د علمي اړتیا ارزونې سروېګانې ترسره کوي. د ترسره شویو سروې ګانو د تحلیل او پایلو پر بنسټ د یادې موخې د تر لاسه کولو لپاره عملیاتي پلانونه ترتیب او تطبیقوي. همدارنګه عملیاتي پلان ته په کتو د ټولو ډيپارټمنټونو اړتیا ارزونې، د پایلو پر اساس اړینې روزنیزې برنامې لکه سمینارونه او ورکشاپونه ترتیب او تنظیموي


د مسلکي پرمختیا مرکز مسؤل د خپلو اړونده ترسره کړیو کارونو ربعوار راپورونه به علمي معاونیت ته رسماً وړاندې کوي

د مسلکي پرمختیا مرکزآمر د دندو لایحه

د استادانو، محصلينو او اداري کار کوونکو د ظرفيتونو لوړونې لپاره اړتيا ارزونې تر سره کول

د استادانو، محصلينو او اداري کار کوونکو د ظرفيتونو لوړونې لپاره لنډمهاله، منځمهاله او اوږد مهاله برنامې برابرول

د ظرفیت لوړونې برنامو لپاره د مختلفو او ځانګړیو فورمو طرحه کول

د کرېډټ لايحې مطابق د هغه ضعيفه محصلينو لپاره چې چانسي ازموينو کې ناکام شوي وي، لنډ مهاله کورسونه يا د کورنۍ دندو د ترسراوي او کتنې پروسيجر تطبيقول

د پوهنځیو علمي کادري غړیو او محصلینو ته د څېړنو په برخه کې ورکشاپونه او نور اړین ټرېننګونه دایرول

په پوهنتون کې د دوامداره کیفیت ساتلو په برخه کې د کیفیت لوړونې آمریت سره په ټولو اموراتو کې برخه اخېستل( لک منظمې جلسې، بیا کتنې ...)

د پوهنتون علمي کادرونو او زده کړیالانو تخنیکي برنامو لپاره په خپل وخت د تخنیکي مرستو او اسانتیاوو برابرول

په ملي، سیمه یزه او نړېواله کچه له معتبرو پوهنتونونو سره د علمي کادري غړیو د ظرفیت لوړونې په موخه د اړیکو جوړول او پیوستون رامنځته کول


په پوهنتون کې د نویو او عصري درسي مېتودونو (او بي اېل، ایس سي اېل) د رایج کولو په برخه کې استادانو ته سمینارونه، ورکشاپونه، علمي سفرونه او د نورو اړینو چارو تر سره کول

په پوهنتون کې د الکترونيکي زده کړو د ترويج او اغېزناک تطبیق لپاره زمینه برابرول

د تضمين کيفيت او بشري سرچينو آمريتونو په ملتيا د نظارت او ارزونو په برخو کې کړنلارې جوړول

د رونيزو برنامو په جریان کې د ګډونولو همغږي کول، دوی ته پروګرام جوړول، او څارنه یې تر سره کول

د ازموینو د کیفیت لوړونې په موخه د ازموینو د پایلو تحلیلي راپورونه ترتیبول او د کمزوري شاخص اړوند محصلانو سره د هغوې د حالت معلومولو په موخه د مشوره ورکونې او کار موندنې مديريت سره په ګډه مصاحبې تر سره کول

د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په منظور په دایر شویو برنامو باندي دوامداره څارنه او نظارت

په پوهنتون کې د غوره استعدادونو پېژندل، جذب او ورته د کاري زمینې په برابرولو کې مرسته کول.

د مسلکي زده کړو په برخه کې روښانه لارښوونه، اصول او قواعد رامنځ ته کول

په پوهنتون کې د برېښنایې زده ترويج او تقويت لپاره په دوامدار ډول کار کول

د علمي څېړنې پياوړتيا په موخه د څېړنې امريت سره په همغږۍ استادانو او محصلينو ته رزونيزې برنامې دايرول


د طرزالعمل او مقرراتو په اساس د کمېټو او شوراګانو په مجالسو کې ګډون کول

د پوهنتون د زده کړییزو مسایلو په برخه کې اړونده ادارو ته مشورې ورکول

د پوهنتون د دوامداره زده کړییزو پروګرامونو د طرحو ارزولو په برخه کې مشورې ورکول

د کیفیت لوړونې برنامو لپاره د مختلفو او ځانګړیو فورمونو طرحه کول

د پوهنتون لپاره د کلنۍ بودجې په جوړولو کې برخه اخېستل ترڅو د سرچېنو په تنظیم او تخصیص کې مؤثریت رامنځ ته شي

د مالي سرچېنو د جلبولو له پاره مختلف فرصتونه برابرول

د بهرنيو ملاتړو ادارو څخه د ترلاسه شويو پروژو په تطبيق کې د جلا کتبي موافقې پر اساس اړوند کارونه تر سره کول

د کیفیت لوړوونې او اعتبار ورکوونې آمریت د اړتیاو پر اساس د تدریس د ستراتیژۍ پراختیا او تطبیق

د پوهنتون په استازيتوب د تدریس د پراختیا پلان جوړول او د هغه د لومړیتوبونو په هکله ځان باوري کول

په تدریس کې د علمي کادرونو د لاسته راوړنو څخه ځان خبرول او په یاده برخه کې د مکافاتو سیستم رامنځه ته کول


د پوهنتون د کمېټو او نورو برخو سره دوامداره همکاري او هغوی ته لازمي مشوري ورکول

په مياشتيني او ربعوار ډول علمي معاونيت ته راپور ورکول

د اړتیا پر مهال د علمي معاونیت له خوا د نورو سپارل شویو دندو په ښه شکل سره ترسره کول

Requirements

وړتیاوې

د بشري سرچینو (اېچ ار ایم) یا هم اداره او مدیریت په برخه کې د ماستري سند درلودل

خارج مرز فارغ اسناد باید د لوړو زده کړو وزارت څخه تائید او د انسجام او اکا‌ډمیک امورو ریاست مکتوب هم ولري

په اداري برخه کې لږترلږه درې کاله کاري تجربه درلودل

د کمپیوټر د (ایم اس افس) او انټرنټ کارولو پوره تسلط درلودل

په پښتو او دری ژبو پوهېدل او په انګلېسې ژبه هم بشپړ تسلط لرل


کاري ژمنيتا درلودل او په دنده کې حاضري او وخت په جدي توګه مراعتول

په انفرادي توګه او په ټيم کې د کار کولو وړتيا درلودل

د نورو کاري همکارانو سره د اغيزناکو کاري اړيکو ساتلو توان درلودل

د ښې مفاهمې ځانګړنې درلودل

د مدیریت ځانګړنې درلودل

How to Apply

په شرايطو برابر کاندیدان کولی شي خپله سي وي یا خلص سوانح د غوښتنلیک او اړوندو اسنادو سره یو ځای د روان 2025 میلادي کال د سیپتمبر میاشتې تر 25 نېټې پورې د لاندې برېښنالیک له لاري د الفلاح پوهنتون بشري سرچينو آمريت ته واستوي

career@alfalah.edu.af

نوټ: لطفاً د خپل برېښنالیک په عنوان سبجیکټ لاین کې ددندي عنوان ددندې شمیره یاهم ویکنسي نمبر په ښکاره ډول ذکر کړی

About Alfalah University

الفلاح پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو پر بنسټ له راجسټر کېدو وروسته په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د هېوادوالو لپاره د غوره، پرمختللو او معیاري لوړو زده کړو وړاندې کولو په موخه تاسیس شو

الفلاح د ختيځ زون لومړنی او د هېواد په کچه شپږم بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی خصوصي پوهنتون دی، چې اوس مهال د انجینري، کمپیوټرساینس اقتصاد، شرعيات، ژورناليزم او حقوق او سياسي علومو پوهنځي چې په یادو پوهنځيو کې نږدې دوه نیم زره محصلين د لېسانس په کچه په لوړو زده کړو بوخت دي. د لوړو زده کړو د تدريس چارې يې د ماسترۍ او دوکتورا لرونکو مجربو دايمي استادانو له خوا ترسره کېږي د يادو پوهنځيو ټول استادان د خپلو محصلينو لپاره د نړۍ او هېواد په کچه له معاصرو تدريسي مېتودونو څخه کار اخلي، څو محصلين وکړای شي، د نړۍ نويو او عصري علمي تجاربو څخه خبر او په راتلونکي کې له همدې اغيزمنو تجربو څخه ګټه پورته کړي

د بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کولو سره سم، الفلاح پوهنتون د کار بازار او ټولنه کې د لوستي قشر غوښتنو ته په کتو د خپل پنځه کلن ستراتېژیک پلان پر بنسټ د نویو برنامو د ایجاد لپاره هلې ځلې پیل کړې، چې بیا د لوړو زده کړو وزارت مقام عالي شورا (۲/۳/۱۴۰۲) نېټې پرېکړې له مخې د الفلاح پوهنتون لپاره، شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د «تفسیر او حدیث» د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې «نړیوال حقوق» ماسټرۍ برنامې منظوري شوي چې او سمهال محصلین په کې زده کړي کوی
Application deadline
Sep 25, 2025
1 week from now
Time remaining to apply
1 week from now
Apply Now

0 people have applied

Share this job

Related Jobs